«د افغانستان د آزادۍ جبهې» د جمهوري نظام د سقوط او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دې ډلې یوازې د واک په غصبولو توانېدلې، خو د حکومتولۍ لپاره یې سیاسي مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.
دې جبهې نن، شنبه، د زمري په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې لیکلي چې طالبانو افغانستان په یوه ژور سیاسي بنبست کې اچولی دی.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي: «طالبانو واک غصب کړی، خو د سیاسي مشروعیت او حکومتولۍ اساسي ستونزه یې نه ده حل کړې.»
دې جبهې زیاته کړې چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د افغانستان خلکو، سیمې او نړیوالې ټولنې ته د روښانه قضاوت لپاره کافي فرصت برابر کړی دی.
د دې جبهې په وینا، دا حقیقت څرګند شوی چې «طالبانو سره له دې چې پر ټوله خاوره واکمني لري او د دولت ټول وسایل یې په خپل اختیار کې اخیستي، نه دي توانېدلي چې د زور پر بنسټ رامنځته شوې واکمني په یوه مشروع، ټولشموله او باثباته سیاسي نظام بدله کړي.»
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د دې ډلې د ماهیت د سنجولو «تر ټولو څرګند معیار» بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د ښځو له مشارکت پرته نه شي کولای دوامداره پرمختګ ته ورسېږي؛ ځکه ټولنیز امنیت، بشري پانګه، سالم مالي نظام، د پانګهوالو باور او له سیمهییز او نړیوال اقتصاد سره عادي اړیکې د ښځو له ګډون سره تړاو لري.
د طالبانو دې وسلهوالې مخالفې جبهې خبرداری ورکړی چې باید دا ناسمه خبره ونه منل شي چې که طالبان له واکه لاړ شي، نو د هغوی ځای به داعش خراسان یا د طالبانو ایډیالوژیک همفکران ونیسي؛ بلکې د طالبانو پر ځای به یو مشروع او عصري دولت رامنځته شي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» د طالبانو د واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت له دې ډلې سره د مبارزې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تر آزادۍ او د یوه ولسواک نظام تر رامنځته کېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
دې جبهې ویلي چې له طالبانو څخه وتل یوازې د وسلهوالې مبارزې له لارې ممکن نه دي، بلکې پر سیاسي فعالیتونو او مدني مبارزو یې هم ټینګار کړی دی.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي چې د دې جبهې وروستی هدف داسې افغانستان دی چې «هلته قانون پر واکمن لوړ وي، رعیت د وګړي پر ځای، رایه د ټوپک پر ځای، او سیاسي سیالي د واک پر سر د جګړې پر ځای شي» او «نور هېڅ افغان وګړی د حکومت د بدلون یا د هغې له ظلمونو څخه د خلاصون لپاره اړ نه شي چې وسله واخلي.»
