د کار نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون کچه ۵ سلنې ته راټیټه شوې

د کار نړیوال سازمان (ILO) په افغانستان کې وايي، طالبانو ته د واک له بېرته ورګرځېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون کچه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې ده.

دغه سازمان نن (سې‌شنبه، ۲۷ اسد) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون کچه په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۸.۳ سلنې او په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶.۵ سلنې څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د کار نړیوال سازمان په وینا، د ښځو د ګډون دغه ډېره ټیټه کچه د زده‌کړو، د تګ راتګ د آزادۍ او کار ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ویلي، ډېری ښځې یوازې د بې‌کارۍ له امله نه، بلکې په اساسي ډول د کار په بازار کې له ګډون څخه د محرومیت له کبله له اقتصادي فعالیتونو څخه بهر شوې دي.

اټکل کېږي چې افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه لري.

طالبانو په دولتي او نادولتي ادارو، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی او د ښځو ځینې کاروبارونه، لکه د ښکلا سالونونه، یې هم تړلي دي.

د کار نړیوال سازمان ویلي، طالبانو ته د واک له رسېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د کار بازار له ژورو بنسټیزو بدلونونو سره مخ شوی چې د جنسیتي واټن زیاتېدل، د نارینه‌وو پر کاري فرصتونو مخ په زیاتېدونکې تکیه او له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو پراخ ایستل یې مهمې ځانګړنې دي.

سره له دې، اټکل کېږي چې د ټولیزې دندې کچه د ۲۰۲۲ کال له تر ټولو ټیټې کچې څخه ۱۴ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۸.۵ میلیونو کسانو ته رسېدلې ده.

خو د کار نړیوال سازمان وايي، د کارموندنې وده د نفوس له زیاتوالي سره هممهاله نه ده روانه.

اټکل کېږي چې د کارکونکو او ټول نفوس ترمنځ د اشتغال کچه ۳۲.۵ سلنه وي، چې د ۲۰۲۰ کال له کچې څخه تر څلورو سلنې ډېر ټیټه ده.

د دغه سازمان په وینا، د کارموندنې زیاتوالی په بشپړ ډول د نارینه‌وو ترمنځ متمرکز دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې د نارینه‌وو د کارموندنې کچه د ۲۰۲۰ کال په پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه لوړه وي.

د کار نړیوال سازمان ویلي، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو هم د کار پر بازار فشار زیات کړی دی. د دغه سازمان په وینا، ډېری راستنېدونکي داسې ټولنو ته ستنېږي چې له مخکې له بې‌وزلۍ، نیمګړې دندې او محدودو معیشتي فرصتونو سره مخ دي.

همداراز، د منځني ختیځ روان بحران د انرژۍ د بیو د لوړوالي او انفلاسیون له لارې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت نور فشارونه هم رامنځته کوي. د سازمان په وینا، له ۷۰ سلنې څخه ډېر افغان کارګران په هغو فعالیتونو کې بوخت دي چې له دغو فشارونو سره د مخامخ کېدو کچه یې لږ تر لږه منځنۍ بلل شوې ده.

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان لوړپوړي همغږي کوونکي او د دغه سازمان د دفتر مشر ټېټ هابیاکاره ویلي: «افغانستان نه شي کولای په داسې شرایطو کې یو انعطاف‌من کاري بازار رامنځته کړي چې د نفوس لویه برخه یې له اقتصادي فعالیتونو څخه ایستل شوې وي.»

هغه ټینګار کړی چې د ښځو تولیدي کار ته د لاسرسي پراخول، له راستنېدونکو کډوالو، ځوانانو او نورو زیان‌منو کارګرانو لپاره د فرصتونو له رامنځته کولو سره یوځای، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا او د ټول‌شموله اقتصادي پرمختګ د ملاتړ لپاره اړین دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته