په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د خپلواکۍ د ۲۸ اسد ورځې په مناسبت ویلي، د خپلواکۍ لمانځل هغه مهال واقعي معنا پیدا کوي چې د افغانستان خلک له ټولو اساسي حقونو او آزادیو برخمن وي.
فایق په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «د یوه هېواد خپلواکي د هغه د خلکو له آزادۍ پرته بشپړه خپلواکي نه ده.»
۲۸ اسد د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په نوم یادېږي. ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد په ۲۸مه، د افغانستان پاچا امانالله خان له بریتانیا سره د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته د هېواد خپلواکي اعلان کړه.
له هغه وخت راهیسې د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي. طالبانو هم په تېرو پنځو کلونو کې دغه ورځ لمانځلې ده.
فایق، چې د افغانستان له تېر حکومت څخه په ملګرو ملتونو کې پاتې یوازینی لوړپوړی چارواکی بلل کېږي، ویلي چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل هغه مهال واقعي معنا پیدا کوي چې د افغانستان ټول وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو او آزادیو؛ د زدهکړې او کار له حقونو څخه برخمنې وي.
هغه ټینګار کړی چې د ټولو وګړو سیاسي، مدني، ټولنیز او اقتصادي حقونه باید د قانون او یوه مشروع او ځوابویونکي نظام په چوکاټ کې رعایت او تضمین شي او خلک باید وکولای شي د خپل هېواد د برخلیک او راتلونکي په اړه په آزاده او معناداره توګه په پرېکړو کې ګډون وکړي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د وګړو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محرومې دي.
فایق زیاته کړې: «خپلواکي یوازې له بهرني سلطې څخه خلاصون نه دی؛ ریښتینې خپلواکي هغه مهال تحقق مومي چې د خلکو اراده درناوی شي، انساني کرامت یې خوندي وي او هېڅ وګړی د جنسیت، قومیت، ژبې، مذهب یا سیاسي نظر له امله له خپلو اساسي حقونو محروم نه شي.»
هغه ویلي، که داسې نه وي، نو د خپلواکۍ په اړه تش شعارونه د آزادۍ، حقونو او د خلکو د ارادې د حاکمیت ځای نه شي نیولی.
