حقاني: موږ د تېرو حکومتونو په څېر هېڅوک صحرایي محاکمه نه کړل

Oplus_131072

سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، وايي چې دغه ډلې واک ته له رسېدو وروسته پر «عمومي عفوې» ژمن پاتې شوې او هېڅوک یې صحرایي محاکمه نه دی کړی.

حقاني دا څرګندونې نن (چهارشنبه، د زمري ۲۸مه) په هغه مراسمو کې وکړې چې طالبانو په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړ کړي دي.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان له څو انقلابونو سره مخ شوی او «هر ځل به نویو حکومتونو غچ اخیستنې ته لاس اچاوه، خو اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړه او هېڅوک یې صحرایي محاکمه نه کړل.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا ادعا په داسې حال کې کوي چې دې ډلې د تورنو کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو، اعدامول او په دورو وهل په عام محضر کې ترسره کړي او د طالبانو سترې محکمې هم د دغو حکمونو د عملي کېدو په اړه رسمي اعلامیې خپرې کړې دي.

همداراز، طالبان د پخواني حکومت د پوځيانو او ملکي کارکوونکو پر وړاندې په پراخو غچ اخیستونکو اقداماتو تورن شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي چې یوازې د روان میلادي کال په درېیو میاشتو، اپرېل، مې او جون، کې یې د طالبانو له لوري د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو لږ تر لږه اته د وژنې پېښې، ۲۹ د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې او د شکنجې پنځه موارد مستند کړي دي.

له بلې خوا، په تېرو پنځو کلونو کې لسګونه خبریالان د دغې ډلې له خوا یوازې د خبریالۍ او راپور ورکولو له امله نیول شوي او شکنجه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته