کاناډا د امریکا د ۵۰ سلنې تعرفو په غبرګون کې پر فولادو، برېښنایي وسایلو او د امریکا پر یو شمېر نورو محصولاتو متقابلې تعرفې ولګولې.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني، ویلي، دغه تعرفې به تر دوو اوونیو وروسته عملي شي.
کارني د شنبې په ورځ (۳۱ د زمري) خبریالانو ته ویلي: «کاناډا به د کاناډایي کارګرانو، بزګرانو، کورنیو او سوداګریزو چارو د ساتنې لپاره د واشنګټن نویو تعرفو ته د هر ډالر په بدل کې د یو ډالر په تعرفه ځواب ورکړي.»
کاناډا داسې مهال د دې دریځ اعلان کوي چې د دواړو هېوادونو خبرې د جمعې په ورځ له ناکامۍ سره مخ شوې او د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پر کاناډا څخه واردېدونکو توکو ۵۰ سلنه نوې تعرفې ولګولې.
د امریکا نوې تعرفې د کاناډا د فولادو او المونیم، موټرو جوړولو، لبنیاتو او الکولي مشروباتو صنعتونه په نښه کوي چې کلنی ارزښت یې شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
که څه هم دغه توکي د دواړو هېوادونو د ټولې سوداګرۍ یوازې پنځه سلنه جوړوي، خو کاناډا ویلي چې د خپلو صنعتکارانو او بزګرانو د ساتنې لپاره به متقابل اقدام وکړي.
کاناډا د دې تعرفهيي جګړې په لړ کې پر فولادو، المونیم، لبنیاتو، کورنیو وسایلو، کرنیزو تجهیزاتو او ماشینونو، برېښنایي محصولاتو او د امریکا پر یو شمېر نورو صنعتي او تولیدي توکو متقابلې تعرفې لګولې دي.
