طالبان: افغانستان په یوه پېړۍ کې درې ستر قدرتونه مات کړي دي

Oplus_131072

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي چې دې هېواد په یوه پېړۍ کې درې ستر قدرتونه مات کړي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له‌خوا نن (چهارشنبه، د زمري ۲۸مه) په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې بریتانیا د یوې «جهادي معرکې» په پایله کې اړ شوه چې د افغانستان خپلواکي ومني.

طالبانو ویلي، ۱۰۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان خلکو په «یوه پیاوړې جهادي معرکه» کې انګلیسان «مجبور» کړل چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومني او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ واک افغانستان ته وسپاري.

طالبانو د شوروي اتحاد په ۱۹۸۹ کال او د امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو یادونه کړې او یو ځل بیا یې خپله دا ادعا مطرح کړې چې «افغانستان په یوه پېړۍ کې درې ستر نړیوال قدرتونه مات کړي دي».

د افغانستان د هغه رسمي دولتي روایت له مخې چې دا ورځ د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په توګه لمانځي، ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګست پر ۱۹مه، د افغانستان له لوري د کورنیو چارو کمېشنر او د سولې د پلاوي مشر علي احمد خان، او د بریتانیا له لوري د هند د بهرنیو چارو وزیر او د پلاوي مشر سر اې. اېچ. ګرانټ، د راولپنډۍ تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د «درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې» پای ته ورساوه. د تړون له مخې، د امان‌الله خان حکومت ته د بریتانیا مالي مرسته ودرول شوه او له هند څخه د وسلو د واردولو امتیاز لغوه شو. همدارنګه بریتانیا د افغانستان د بهرنیو اړیکو واک افغانستان ته وسپاره، چې همدا موضوع د افغانستان د «خپلواکۍ» بنسټ بلل کېږي.

«درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه» د ۱۹۱۹ کال د مې میاشتې په لومړیو کې پیل شوه او شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ. د بریتانیا د ملي پوځ د موزیم د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې ۲۵۰ بریتانوي سرتېري ووژل شول او ۶۵۰ نور ټپیان شول.

له افغان لوري څخه د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نشته، خو په تاریخي اسنادو کې د جګړې په ډګرونو کې د شاوخوا زرو افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې ده. سربېره پر دې، سلګونه نور کسان د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د ټپونو او ناروغیو له امله مړه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته