په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د غزې ښار د پولیسو پر یوه مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې ښار د شفا روغتون ویلي چې د برید له امله د یوې ښځې او یوې نجلۍ په ګډون د نهو کسانو جسدونه او لږ تر لږه ۲۰ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د غزې ملکي دفاع ادارې، چې د حماس تر ادارې لاندې د ژغورنې د یوې ادارې په توګه فعالیت کوي، هم د مرګژوبلې شمېر تایید کړی دی.
د اسرائیلو پوځ ویلي، په دغه برید کې یې د حماس یو قوماندان په نښه کړی چې د دوی په وینا، په غزه کې یې پر اسرائیلي ځواکونو د بریدونو پلان جوړاوه.
د اسرائیلو پوځ زیاته کړې چې له برید وړاندې یې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره اقدامات کړي، چې په کې د دقیقو مهماتو کارول او هوايي څارنه شامله وه.
اسرائیلي پوځ همداراز ویلي چې د غزې د مرکزي برخې په نصیرات سیمه کې یې د حماس د پوځي څانګې یو قوماندان هم په نښه کړی دی.
په همدې حال کې، د غزې روغتیايي چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي وو چې د غزې ښار پر بندر د اسرائیلو په هوايي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي چې په دغه برید کې یې د حماس څو قوماندانان په نښه کړي دي.
دغه بریدونه په داسې مهال دوام لري چې امریکا د غزې لپاره د اوږدمهالې سولې د یوه طرحې د عملي کېدو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
د حماس ویاند حازم قاسم هغه څه غندلي چې نوموړي د اسرائیلو له لوري د اوربند د ټینګښت ټولو غوښتنو ته «بشپړه بېپامي» بللې ده.
هغه ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلاوی، چې د تېر کال په اکتوبر کې د شوي اوربند تړون د عملي کولو مسوول دی، ځکه د کړکېچ د زیاتېدو مسوول دی چې پر اسرائیلو یې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره لازم فشار نه دی راوستی.
د ټرمپ زوم او استازي جرد کوشنر د دوشنبې په ورځ له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې وروسته ویلي وو چې د حماس د بېوسلې کولو او د غزې د سولې د طرحې د پرمختګ بهیر ښايي په یوه میاشت کې پیل شي.
خو نتانیاهو تر اوسه د دغې طرحې ملاتړ نه دی کړی او ژمنه یې کړې چې تر هغه به اسرائیلي ځواکونه له غزې ونه باسي، څو دغه فلسطیني اسلامپاله ډله په بشپړه توګه «بېوسلې» نه شي.
