سرچینې: طالبانو په دایکنډي کې له سیمه‌ییزو شوراګانو د پخوانیو سرتېرو د نوملړ غوښتنه کړې

Oplus_131072

په دایکنډي کې سیمه‌ییزې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته وایي چې طالبانو د دې ولایت له سیمه‌ییزو شوراګانو غوښتي چې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او د دې ډلې له استخباراتو سره یې شریک کړي.

یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله یې هویت نه ښودل کېږي، نن (جمعه، د زمري ۳۰مه) وویل، چې طالبانو دا امر د دایکنډي په ټول ولایت کې صادر کړی دی.

سرچینې وویل چې طالبانو له سیمه‌ییزو شوراګانو غوښتي چې هره شورا د پخوانیو نظامیانو داسې نوملړ جوړ کړي چې د هغوی نوم، د پلار نوم، د اوسېدو ځای، اوسنی دنده او نور هویتي معلومات پکې شامل وي.

طالبانو غوښتنه کړې چې د هرې سیمې سیمه‌ییزه شورا دې په خپله سیمه کې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او د دې ډلې له استخباراتي ادارې سره یې شریک کړي.

تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې طالبانو ورته اقدامات کړي دي. د بېلګې په توګه، شاوخوا درې اوونۍ مخکې طالبانو په کونړ کې له جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او له استخباراتو سره یې شریک کړي.

که څه هم د طالبانو یو شمېر چارواکي ادعا کوي چې د دې ډلې غړي د خپل مشر له لوري د اعلان شوې «عمومي بښنې» پابند دي، خو ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو بنسټونو تایید کړې چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو نیول، شکنجه کول او وژل لا هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته