له جرمني څخه ۳۰ نور افغان کډوال افغانستان ته وشړل شول

Oplus_131072

الماني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۰ کډوال د یوه چارټر الوتنې له لارې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته انتقال شوي دي.

«بیلد» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه کډوال نن سهار (سه‌شنبه، د وږي ۳مه) له جرمني څخه ایستل شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، په دې الوتنه کې یو شمېر هغه کډوال هم شامل وو چې «جرمي سابقه» نه لري او په جبري ډول ایستل شوي دي.

د دغو کډوالو د لېږدوونکې الوتکې له پورته کېدو مخکې، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو د لایپزیګ په هوايي ډګر کې اعتراضي غونډه وکړه.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دوی شعارونه ورکوي: «د شړلو پر وړاندې، کډوالو ته ښه راغلاست.»

دوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو د جبري شړلو په اړه د جرمني د حکومت سیاست غندلی او د دې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.

د جرمني حکومت له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له ټینګولو او د دې ډلې د دوو ډیپلوماتانو له منلو وروسته، افغانستان ته د کډوالو د شړلو لړۍ زیاته کړې ده.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې یوازې هغه کډوال وشړل شي چې د جنسي تېري، وژنې، د ملي امنیت د ګواښ او له نشه‌یي توکو سره د تړلو جرمونو په څېر درنو جرمونو محکوم شوي وي. خو برلین په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې هغه کډوال چې هېڅ جرمي سابقه نه لري هم له جرمني څخه وشړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته