د غور په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ د عشر پر سر ناندرۍ

Photo: Social Media

د غور ولایت د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي، طالبان له دوی څخه د کرنیزو او مالدارۍ له ټولو محصولاتو عشر اخلي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي چې د عشر راټولولو بهیر یوازې په لعل‌وسرجنګل کې روان دی او د غور په نورو ولسوالیو کې طالبان عشر نه راټولوي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو ماموران د خلکو د کرنیزو محصولاتو، لکه غنمو، عدسو، نخودو او کچالو، لسمه برخه اخلي او که څوک له ورکړې ډډه وکړي، نیول کېږي.

هغه ویلي چې طالبانو د ولسوالۍ اوسېدونکو ته ویلي، تر هغه چې عشر ورنه کړي، د خپلو کرنیزو محصولاتو د راټولولو حق نه لري.

د سرچینې په وینا، طالبان د خلکو له هرو ۱۰ څارویو څخه هم یو څاروی د عشر په توګه اخلي.

نوموړي ویلي، د عشر راټولولو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې د خلکو د کرنیزو حاصلاتو او کښت وضعیت «ښه نه دی.»

د هغه په خبره، کروندګر د اوبو برابرولو او کیمیاوي سرې اخیستلو لپاره ډېر لګښتونه کوي، خو له دې سره سره اړ دي چې د خپلو عوایدو یوه برخه طالبانو ته ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د لعل‌وسرجنګل اوسېدونکي د طالبانو د عشر له اخیستلو «ستړي شوي» دي.

طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو عشر راټولوي. دا بهیر په داسې حال کې دوام لري چې پرله‌پسې وچکالیو کروندګر او کلیوالي کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، د افغانستان له نیمایي څخه ډېره وګړي له بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته