د سویلي حوزې په بازارونو کې د تېلو د بیو له لوړوالي سره هممهاله د ځینو خوراکي او غیرخوراکي توکو او ترانسپورټي خدماتو بیې هم لوړې شوې دي.
د سویلي حوزې له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په وروستیو کې د تېلو د بیو له لوړېدو سره هم مهاله د ورځني ژوند د اړتیا وړ توکو بیې هم لوړې شوې او د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.
هغوی زیاتوي چې په تېرو څو ورځو کې د توکو په نرخونو کې ناڅاپي بدلولونه راغلي او کله چې یو څوک د خوراکي توکو پېرولو لپاره بازار ته ورشي، تش لاس بېرته کور ته ستنېږي.
سرچینو ویلي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ د ښار دننه ټکسي او د ولایتونو ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو کرایې هم لوړې شوې.
د کندهار د بازارونو د چنګاښ د درېیمې او وږي د دویمې نېټې د نرخپاڼو له مخې، په دې موده کې د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۹۰ افغانۍ، د ډیزلو بیه له ۶۲ څخه ۸۴ افغانۍ او د ګازو بیه له ۵۲ څخه ۷۳ افغانۍ لوړه شوې ده.
د دغو نرخپاڼو پر بنسټ، د ۲۰ لېټره غوړیو بیه هم له ۱۹۶۰ څخه ۲۱۴۰ افغانۍ او د ۱۰ لېټره غوړیو بیه له ۹۸۰ څخه ۱۰۷۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
همداراز ویل کېږي چې د یو من بورې او پلمېټ بیې ۱۰ افغانۍ زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ترڅنګ د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کرایي هم پورته تللې دي.
د خلکو په وینا، په ښار کې د ټکسي کرایه شاوخوا ۱۰ سلنه لوړه شوې او د لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو په کرایه کې د ۵۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی.
تر اوسه طالبانو په افغانستان کې د تېلو او ګازو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
په افغانستان کې د بې روزګارۍ او د عاید پر کمښت سربېره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو پر افغان کورنیو اقتصادي فشار په داسې حال کې زیات کړی، چې د ژوند لګښتونه ورځ تر بلې لوړېږي، د عاید سرچینې پرې وچې شوې او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.
