ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو د پنجشېر اوسېدونکی محلي سندرغاړی «سید غفار آغا» په کابل کې نیولی دی.
د دغه سندرغاړي یوه خپلوان د سېشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) «اطلاعات روز» ته ویلي، چې سید غفار آغا نن سهار د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې له سیمې نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا، سید غفار آغا په ټولنیزو رسنیو کې د حسیب پنجشیري، چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» قوماندان و، د وژل کېدو له امله د خواشینۍ پیغام خپور کړی و او په یوه ویډیو کې یې د هغه لپاره ژړلي وو.
سرچینه اټکل کوي چې ښايي طالبان هغه د همدې موضوع له امله نیولی وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سید غفار آغا تېر لمریز کال له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی و او طالبانو ترې ژمنه اخیستې وه چې نور به سندرې نه وايي او د یوه عادي کس په توګه به ژوند کوي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغه محلي سندرغاړي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو فعالیتونه څاري او څو ځله یې کسان د طالبانو پر ضد د انتقادي مطالبو یا د دوی د مخالفانو په ملاتړ د پوسټونو خپرولو په تور نیولي او بندیان کړي دي.
