«د افغانستان متحدې جبهې» ادعا کړې چې ځواکونو یې په کندهار کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او د دې ډلې درې غړي یې وژلي دي.
دې جبهې په «اېکس» کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید پرون، سېشنبه د وږی په ۳مه، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په شاوخوا کې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
«د افغانستان متحدې جبهې» د دوشنبې په ورځ هم ادعا کړې وه چې ځواکونو یې د پکتیکا ولایت د متاخان ولسوالۍ په «تروخېل» سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف یو کارکوونکی او د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «دلاور» سیمه کې د طالبانو یو بل غړی وژلی دی.
طالبانو تر اوسه د «افغانستان متحدې جبهې» د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
