پخوانی امریکايي سفیر: افغانستان ته نه پاملرنه د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دی

Oplus_131072

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، رایان کراکر، وايي چې افغانستان ته نه پاملرنه او د دغه هېواد د وضعیت له پامه غورځول د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

ښاغلي کراکر دغه څرګندونې پرون (سې‌شنبه، د وږي ۳مه) په واشنګټن کې د «دیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» له خوا جوړې شوې یوې غونډې کې وکړې.

هغه وویل، په افغانستان کې کورني تحولات یوازې د دغه هېواد داخلي مسئله نه ده، بلکې د سیمې، نړۍ او د امریکا له امنیت سره هم تړاو لري.

کراکر زیاته کړه: «موږ ولیدل چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې افغانستان ته نه پاملرنې د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان ورساوه. هیله او دعا کوم چې داسې څه بیا تکرار نه شي.»

هغه وویل، په داسې یوه دوره کې چې ښځې یو ځل بیا د برقعو تر شا ساتل کېږي، د هغو افغانانو ملاتړ مهم دی چې د خپل ژوند، کورنۍ، ټولنې او هېواد د ښه والي لپاره هڅې کوي.

کراکر هغه کسان چې د زده‌کړو، رسنیو، بشري حقونو، د ښځو د حقونو او نورو مدني برخو کې فعالیت کوي، د افغانستان «دیموکراته طبقه» وبلله.

هغه وویل، د دغو برخو فعالان هغه کسان دي چې «هیله او روحیه ژوندۍ ساتي، څو په تر ټولو سختو شرایطو کې د ستونزو لپاره حللارې پیدا کړي.»

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه «د افغانستان د بېرته تیارو ته ستنېدو یوه غمجنه کلیزه» وبلله او ویې ویل چې طالبان هڅه کوي افغانستان له سره په خپل نظر جوړ کړي.

هغه وویل، طالبان د ټولنې د بیا جوړولو له لارې هڅه کوي داسې نظام رامنځته کړي چې پر «د ښځو پر اطاعت او د نارینه‌وو پر واکمنۍ» ولاړ وي او خلک پکې د یوه «ناټاکل شوي امیر» اطاعت وکړي.

خو هغه هیله څرګنده کړه چې دا ځل د افغانستان ټولنه د طالبانو د لومړۍ دورې له ټولنې سره توپیر لري او طالبان به د خپلې خوښې نظام په رامنځته کولو کې بریالي نه شي.

هغه وویل، د تحصیل‌کړي نسل، مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او د افغانانو شتون ــ چې د ده په وینا د اصلي هیلې سرچینه ده ــ طالبان به ونه شي کولای چې د خلکو روحیه ماته کړي.

کراکر په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې په افغانستان کې د خپلې دندې له خاطرو هم یادونه وکړه او ویې ویل چې د «متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې» لومړنۍ هڅه د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وو.

هغه وویل، په ۲۰۰۱ کال کې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې ولیدل چې ۱۲ کلنې نجونې، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې وې، له شپږ کلنو نجونو سره یو ځای په لومړي ټولګي کې ناستې وې، څو له زده‌کړې څخه ګټه واخلي.

کراکر وویل، بامیان ته د خپل سفر پر مهال یې هم ولیدل چې ټوله نړۍ د بودا د مجسمو له ویجاړېدو خبره وه، خو هغه څه چې نړۍ پرې نه پوهېده او ده له نږدې ولیدل، د هزاره‌وو ټولنه وه. د ده په وینا، دا داسې یوه ټولنه وه چې هوډ، اراده او زغم یې درلود او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره یې هڅې کولې؛ د ښځو او بشري حقونو ملاتړ د دوی د مقاومت بنسټ جوړاوه.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر د اوسني وضعیت په اړه وویل، اوس هم د افغانستان ملي امنیت د سیمې او د امریکا له ملي امنیت سره د تړاو له امله، د افغانستان د دیموکراتې ټولنې ملاتړ ډېر مهم دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته