په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې ۱۶ ښځې او ماشومان او درې کورني څاروي د یوه مشکوک لېوني سپي له خوا ټپیان شوي دي.
رسنیو نن (چهارشنبه، د وږي ۴مه) د بدخشان د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ویاند کیکاووس تکساري له قوله راپور ورکړی چې دغه سپی پر «لېوني سپي ناروغۍ مشکوک» و.
هغه ویلي چې دا پېښه د فیضاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «کري» په سیمه کې شوې ده.
د تکساري په وینا، په دې پېښه کې یوه سپي چې د ناروغۍ نښې یې لرلې، پر ۱۶ ښځو او ماشومانو او درې کورنیو څارویو برید کړی او هغوی یې ټپیان کړي دي.
د هغه په خبره، وروسته د سیمې اوسېدونکو سپی وژلی او خاورو ته یې سپارلی دی.
د ټپیانو د درملنې لپاره یوه روغتیايي ډله سیمې ته استول شوې ده او یو شمېر کسانو د هاروي ناروغۍ د واکسین د ترلاسه کولو لپاره د فیضاباد ښار د بدخشان ولایتي روغتون ته مراجعه کړې ده.
تر اوسه د دغه سپي د برید لامل نه دی معلوم، خو په بدخشان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست احتمال ښودلی چې سپی پر هاروي ناروغۍ اخته و.
په تېرو اوونیو کې په سمنګان کې هم یوه وحشي حیوان، چې سیمهییزو اوسېدونکو هغه «لېوه» بللی و، پر دوو کلیو برید کړی او څو کسان یې ټپیان کړي وو. څو شپې وروسته د کلیو اوسېدونکو یو ځل بیا ورته یو حیوان لیدلی و، چې له امله یې کارپوهانو د ښکار کوونکو لېوانو د هارېدو احتمال مطرح کړی و.
