«جبهه مقاومت ملی»: طالبان د ښځو له نوم، سایبري لښکرو او ډیجیټلي بوټونو په کارولو رواني جګړه کوي

د احمد مسعود په مشرۍ «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د مقاومت د «معنوي پانګې او اخلاقي اعتبار» د زیانمنولو لپاره رواني جګړه پیل کړې ده.

د دې جبهې په اعلامیه کې، چې نن (پنجشنبه، د وږي ۵مه) خپره شوې، راغلي چې طالبان هڅه کوي د ښځو له نوم څخه په استفادې، د سایبري لښکرو او ډیجیټلي بوټونو په کارولو او له «متعصبو کړیو» سره په همغږۍ، د مقاومت معنوي پانګه او اخلاقي اعتبار زیانمن کړي.

جبهې ادعا کړې چې دا «استخباراتي او څو پوړیزه پروژه» د بیت‌المال د شتمنیو په لوټولو او له بهرنیو مرستو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې، د میلیونونو ډالرو په لګښت تمویلېږي.

د ملي مقاومت جبهې ویلي چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې د مقاومت د انکار او ځپلو په برخه کې «ناکام» شوي او اوس، د مقاومت د ځپلو په برخه کې د پوځي بن‌بست، د ولسي مشروعیت د نشتوالي او نړیوال انزوا له امله، یوې نوې سناریو ته مخه کړې ده.

د جبهې په وینا، طالبان د خپلو کورنیو او نړیوالو ملاتړو په ملاتړ پراخه رواني او فکري جګړه پیل کړې ده.

دې جبهې له خلکو غوښتي چې په «بشپړې هوښیارۍ» سره د استخباراتي هڅو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې عامه او مجازي فضاوې د طالبانو د رواني جګړې د موخو لپاره وکارول شي.

دا اعلامیه یوه اوونۍ وروسته له هغې خپره شوې چې د دې جبهې یو قوماندان، حسیب پنجشیری، ووژل شو. پنجشیری تېره اوونۍ له دوو نورو کسانو سره په سالنګ کې ووژل شو.

ملي مقاومت جبهې تر اوسه د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو اړوند رسنۍ ادعا کوي چې حسیب پنجشیری په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته داخل شوی و او په سالنګ کې د یوه کمین پر مهال وژل شوی دی.

د پنجشیري وژل کېدو پراخ غبرګونونه او خواخوږي راپارولې ده. د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفو جریانونو د هغه د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې، خو د طالبانو اړوندو رسنیو هغه تورونه بیا مطرح کړي چې د پخواني حکومت پر مهال پر حسیب پنجشیري لګېدلي وو او هغه یې «غله» بللی دی.

طالبانو همداراز یو شمېر هغه افغانان نیولي چې د حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته یې له هغه سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته