سرچینې: طالبانو په کابل کې یو سوداګر وژلی دی

Oplus_131072

په کابل کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د نفتو او ګازو د صنعت یو سوداګر، چې «نقیب‌الله علي‌خېل» نومېده، وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دغه سوداګر د سه‌شنبې شپې شاوخوا ۱۰ بجې (د وږي ۳مه) د کابل ښار د څلورلارې قمبر په فامیلي زورآباد سیمه کې، د افغانستان د نظامي پوهنتون مخې ته، چې مخکې د «مارشال فهیم دفاعي پوهنتون» په نوم یادېده، وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې د نقیب‌الله علي‌خېل اړوند د ګازو له یوه موټر سره د نفتو د موادو د لېږدونکي بل موټر ټکر شوی و. دواړه لوري په شخړه بوخت وو چې د نظامي پوهنتون له مخې له پوستې څخه د طالبانو یو سرتېری راغی او په موضوع کې یې مداخله وکړه.

سرچینې ادعا کوي چې دغه طالب سرتېري پرته له کوم دلیل او له کومې شخړې پرته، نقیب‌الله له موټر څخه راکوز کړ او له شاوخوا درې یا څلور مترو واټن څخه یې د «M4» ډوله وسلې په وسیله پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

د سرچینو په وینا، طالبانو ویلي چې پر دغه سوداګر ډزې کوونکی کس «لېونی» و؛ خو په کابل کې د طالبانو پولیسو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي چې نقیب‌الله علي‌خېل د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او اوس مهال په کابل کې اوسېده.

د سرچینو د راپور له مخې، د دغه سوداګر جنازه مخکې خاورو ته سپارل شوې او د فاتحې مراسم به نن له غرمې وروسته ترسره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته