په بغلان کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د دې ولایت د خوست ولسوالۍ کې دوه ځوانان «په ډزو وژلي» او جسدونه یې نندارې ته ایښي دي.
د سرچینو په وینا، دغه دوه ځوانان نن سهار، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه)، د بغلان د خوست ولسوالۍ د فرغانبل او د تخار د ورسج ترمنځ له غرونو څخه نیول شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو دوو ځوانانو نومونه «امرالله» او «نورا» وو. طالبانو لومړی د هغوی جسدونه د فرغانبل کلي په بازار او وروسته یې د بغلان د خوست ولسوالۍ د مرکز په دوابي بازار کې نندارې ته ایښي دي.
سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو د دغو کسانو پر جسدونو تېزاب هم شیندلي او تر اوسه یې اجازه نه ده ورکړې چې جسدونه له لمر لاندې ځای څخه انتقال او خاورو ته وسپارل شي.
د سرچینو د راپور له مخې، دغه دوه کسان د طالبانو له خوا د نیول کېدو پر مهال یوه «چرهیي» ټوپک درلود او غوښتل یې چې د تخار د ورسج له لارې بدخشان ته د کانونو په برخه کې د کار لپاره ولاړ شي.
سرچینې ادعا کوي چې دغو دوو ځوانانو له طالبانو سره د مخالفو جبهاتو هېڅ ډول اړیکه نه لرله او د لارې د غرني او ناهموار وضعیت له امله یې چرهیي ټوپک له ځان سره لېږداوه.
په همدې حال کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د دغې ډلې د بغلان د والي د دفتر په حواله لیکلي چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» دوه غړي د دوی له خوا د خوست ولسوالۍ په فرغانبل کلي او دوه نور کسان د همدې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
