د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان د خصوصي سکتور غړو او د ازبکستان د «قشقهدریا» ولایت ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د وږي ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه هوکړهلیکونه په کابل کې د دواړو لورو ترمنځ د دوهاړخیزو ناستو په پایله کې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې دغه هوکړهلیکونه د خوراکي توکو، ساختماني موادو، ټوکر، مالدارۍ، برېښنايي وسایلو، مبل او فرنیچر په برخو کې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د توکو ترانزیټ د افغانستان لپاره مهم دی او طالبان چمتو دي چې د ازبکستان له لارې د افغان توکو د ترانزیټ په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې، د ازبکستان د قشقهدریا ولایت مرستیال والي شهرت مرادوف هم ویلي چې د طالبانو د پلاوي او د افغانستان د صادراتي توکو منلو ته چمتو دي.
طالبانو او ازبکستان په تېرو پنځو کلونو کې پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي. د دواړو لورو پلاوو د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه د مشورو لپاره څو ځله کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.
