د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، مالي سرچینو ته لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو پر وړاندې «یو لوی خنډ» دی.
دې ادارې نن (پنجشنبه، د سنبلې ۱۲مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د کوچنیو کاروبارونو، په ځانګړي ډول د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اړینو مالي سرچینو د برابرولو په موخه یې د «اعتبار تضمین» یو پروګرام پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اعتبار تضمین پروګرام له پور ورکوونکو، په ځانګړي ډول له بانکونو سره مرسته کړې چې له ۲۳ زره او ۷۰۰ څخه ډېرو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته پورونه ورکړي. د دې پروګرام په پایله کې د څه باندې ۴۷ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
دا پروګرام چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې پیل شوی، د ۷۱ میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیاته خصوصي پانګه یې راجلب کړې ده.
ابراهیم تومبي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د یوې پروژې مدیر، وايي چې دا پروګرام په حقیقت کې د «خطر شریکولو» پروګرام دی.
د هغه په وینا، د هغو معیارونو پر بنسټ چې د ملګرو ملتونو د پراختیا صندوق ټاکلي، خصوصي سکتور او بانکونو ته ډاډ ورکول کېږي چې له هغو ځوانانو سره مرسته وکړي چې د کاروبار لپاره «پلان او لېوالتیا» لري، خو د لومړنۍ پانګونې لپاره پیسې نه لري.
د «اعتبار تضمین» پروګرام له لارې بانکونه هڅول کېږي چې هغو کاروبارونو ته پورونه ورکړي چې د «ودې وړتیا» لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د دې ادارې په حمایوي پروګرامونو کې تر ډېره هغه کوچني او منځني کاروبارونه شامل دي چې مشري یې ښځې کوي.
دې ادارې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میلیونونو ښځو لپاره د کاروبار پیلول د عاید د ترلاسه کولو له هغو وروستیو لارو څخه دي چې ورته فکر کوي، خو د ملګرو ملتونو حمایوي پروګرامونه د دې کار زمینه برابروي.
د دې ادارې په وینا، ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې، د څلورو کلونو په موده کې، له ۸۹ زره رسمي او غیررسمي کاروبارونو سره مرسته کړې ده. له دې ډلې ۹۱ سلنه، یعنې نږدې ۸۱ زره کاروبارونه، د ښځو تر مشرۍ لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغانستانه د واک تر نیولو وروسته ښځې له زدهکړو او په دولتي او خصوصي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي. هغه کاروبارونه چې د ملګرو ملتونو، بانکونو او نورو ادارو د پورونو او حمایوي پروګرامونو په مرسته پیل شوي، تر ډېره خصوصي او کورني کاروبارونه دي.
په دغو فعالیتونو کې ښځې تر ډېره په خیاطۍ، د لبنیاتو او شېرینيبابو لکه کلچو په تولید او پروسس، په کلیو کې د چرګانو په روزنه، د سبزیجاتو په کوچنیو فارمونو او همدارنګه په ځینو مواردو کې د وچې مېوې په پروسس، پېر او پلور بوختې دي.
