طالبان: په تېر یو کال کې له ۱۲ زرو ډېر رواني ناروغان راټول شوي

Oplus_131072

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې په تېر یو کال کې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو له لوري ۱۲ زره او ۵۱۰ کسان، چې «رواني ناروغان» بلل شوي، «راټول» شوي دي.

مجاهد نن (شنبه، د وږي ۱۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه کسان د درملنې او پالنې په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي دي.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله رواني ستونزې پراخې شوې دي، خو د رواني ناروغیو درملنې او د دغو ستونزو پر وړاندې جدي پاملرنه لا هم کمه ده.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې چې د جګړې د قربانیانو په اړه خپور شوی، راغلي چې ۹۵ سلنه قربانیانو له عاطفي او یا رواني زیانونو شکایت کړی دی. په دغو ستونزو کې خپګان، اضطراب، د تېرو خاطرو ناڅاپي راګرځېدل او له رواني صدمې سره تړلې نورې نښې شاملې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه یو یې له یوې رواني ناروغۍ سره ژوند کوي.

د دغه سازمان په وینا، رواني روغتیا په افغانستان کې له تر ټولو بېړنیو، خو له پامه غورځول شویو ننګونو څخه ده.

افغانستان د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې لپاره د روغتیايي مرکزونو له جدي کمښت سره مخ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته