په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې دایمي استازې دیکي پودزل وايي، ښايي طالبان د افغانستان له ښځو سره د چلند په برخه کې د «بشریت پر ضد جنایت» مرتکب شوي وي.
مېرمن پودزل دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) په ژنیو کې د «په افغانستان کې د حساب ورکونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا لپاره د لارښود چوکاټ» د معرفي کولو په غونډه کې وکړې.
هغې وویل، ښايي طالبان د «جنسیتي ځورونې» په بڼه د «بشریت پر ضد جنایت» مرتکب شوي وي.
د اروپايي ټولنې استازې په افغانستان کې روان وضعیت د ښځو او نجونو لپاره «لوی کړاو» وباله او ویې ویل چې نارینه او هلکان هم له دې وضعیت څخه مستثنا نه دي.
د هغې په وینا، د افغانستان د ښځو وضعیت هغه ډول دوامداره پاملرنه نه ده ترلاسه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له لوري ورته اړتیا ده.
دیکي پودزل وویل: «څنګه کېدای شي د یوه هېواد د نیمایي وګړو په کورونو کې بندول او د هغوی د غږ چوپول نړۍ حیرانه نه کړي؟ موږ په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوو، هغه پېړۍ چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې په لومړۍ ماده کې وايي: ټول انسانان آزاد، له کرامت او له مساوي حقونو سره زېږي. خو په افغانستان کې ښځې او نجونې نه آزادې دي او نه له نارینهوو سره د برابر حقونو او کرامت څخه برخمنې دي.»
هغې د طالبانو د قوانینو یوې بېلګې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې نه یوازې نجونې له زدهکړو محرومې شوې او له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي، بلکې طالبانو په یوه قانون کې د مېړه له لوري د ښځې وهل، په دې شرط چې د هډوکو د ماتېدو یا د کبودېدو لامل نه شي، جواز ورکړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازې وویل، د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، «ښايي طالبان د جنسیتي ځورونې په بڼه د بشریت پر ضد جنایت مرتکب شوي وي».
په همدې غونډه کې د افغانستان د تېر حکومت د پارلمان غړې فوزیه کوفي هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو په تړاو د هغوی د حساب ورکونې لپاره د نړیوالو میکانیزمونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
هغې ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودوونکي سیاستونه باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژندل شي او طالبان باید د نړیوالې ټولنې له لوري د عملي اقداماتو له لارې، د نړیوالو میکانیزمونو لکه د جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې له لارې، حسابورکوونکي وګرځول شي.
