د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په یمن کې د ایران متحد حوثي جنګیالیو، چې د اروپا او اسیا ترمنځ د کښتۍ چلونې مهمه لار یې نیولې ده، له واشنګټن څخه غوښتي چې په دې موضوع کې لاسوهنه ونه کړي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د شنبې په ورځ د ایرلنډ پلازمېنې ډوبلین ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «حوثیانو له موږ سره اړیکه نیولې او نه غواړي له موږ سره جګړه وکړي.»
هغه زیاته کړه: «دوی نه غواړي چې موږ د دوی پر وړاندې اقدام وکړو.»
ټرمپ همداراز وویل چې «په سیمه کې به هر څه په ښه او غوره توګه پر مخ ولاړ شي».
ټرمپ له سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره خپلې خبرې هم یادې کړې او هغه یې «خپل ملګری» وباله.
د امریکايي رسنۍ اکسیوس د راپور له مخې، محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ دوه ځله له ټرمپ سره اړیکه نیولې او له هغه یې غوښتي وو چې د حوثیانو پر ضد د امریکا بریدونه ترسره شي؛ خو د امریکا ولسمشر دا غوښتنه نه وه منلې.
حوثیانو له یوې چټکې پوځي عملیاتو وروسته درې ستراتیژیک ټاپوګان نیولي او د یمن د سره سمندرګي ټوله ساحلي سیمه او د بابالمندب تنګي کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
وروسته له هغې چې ایران د هرمز تنګی وتاړه او د تېلو لېږد یې له خنډ سره مخ کړ، سعودي عربستان، چې د نړۍ تر ټولو لوی د تېلو صادرونکی هېواد دی، د بابالمندب پر تنګي متکي شوی دی.
حوثیانو همداراز په همدې اوونۍ کې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په یوه پراخ برید کې د سعودي عربستان د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي.
