د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د چین د سفیر جاو شینګ ماموریت پای ته رسېدلی او نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره «تودیعي» لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دا لیدنه نن (شنبه، د وږي ۲۱مه) ترسره شوې ده. متقي په دې لیدنه کې د طالبانو او د چین د ولسي جمهوریت اړیکې «تاریخي» او «مثبتې» بللې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه د جاو شینګ د ماموریت د دورې ستاینه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې جاو شینګ هم د افغانستان او چین اړیکې دوستانه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې شي.
جاو شینګ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه ټاکل شوی و او د همدې کال په سنبلې میاشت کې یې په رسمي ډول خپلې باورلیکونه د طالبانو لومړي وزیر ملا محمدحسن اخوند ته وړاندې کړي وو.
هغه د یوه بهرني هېواد لومړنی سفیر و چې خپل باورلیک یې د طالبانو لومړي وزیر ته وسپاره.
چین په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي، خو تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
اوس مهال روسیه د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
