د سولې نړیواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی

Photo: Hector RETAMAL / AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د افغانستان لپاره تلپاتې سوله یوازې د جګړې نشتوالي په معنا نه ده، بلکې دا «په خلکو، زده‌کړو، د عاید په فرصتونو او انساني کرامت کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا لري.»

یوناما نن (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) د «سولې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي: «تلپاتې سوله پر ټول‌شمولیت ولاړه ده او هغه مهال لا پیاوړې کېږي چې ښځې او نجونې د خپلو ټولنو او هېواد د راتلونکي په جوړولو کې په معنا لرونکي ډول ونډه ولري.»

یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې له مخې، «سوله نه یوه غیرفعاله پدیده ده او نه هم هغه څه دي چې په خپله رامنځته شي؛ بلکې د یوه ښه راتلونکي د جوړولو لپاره یو فعال او له پوهاوي ډک انتخاب دی.»

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ویلي چې د سږ کال د سولې نړیوالې ورځې شعار «د سولې لپاره پانګونه؛ د ټولو لپاره، هر ځای او هره ورځ» و او دغه دفتر پر دې شعار ټینګار کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې وسله‌وال بریدونه او جګړه کمه شوې ده، خو ډېر افغانان وايي چې د امنیت او ارامۍ احساس نه کوي.

له دې سربېره، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز لګولی او په ټولنه کې یې د هغوی حضور او ونډه په جدي توګه محدوده کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د طالبانو سیاستونو په افغانستان کې د ثبات لپاره مهم خطرونه راټول کړي دي او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ځمکنۍ ولکې ظاهري بڼه او د وسله‌والو نښتو کمېدل واقعي خطرونه پټوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته