صالحمحمد ریګستاني، د پخواني حکومت د پارلمان غړی چې په دې وروستیو کې یې له هندوکش غرونو څخه د خپل حضور خبر ورکړی، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې د پوځي ستاد د عملیاتي چارو د عمومي قوماندان» په توګه ټاکل شوی دی.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود نن، سهشنبه، د وږي په ۳۱مه، د ښاغلي ریګستاني د ټاکنې حکم صادر کړی دی.
په دغه حکم کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له ټولو مسؤلینو، قوماندانانو او غړو غوښتل شوي چې له ریګستاني سره همکاري او همغږي وکړي.
صالحمحمد ریګستاني، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرېښی و، پرون د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې په هندوکش غرونو کې حضور لري.
هغه په دغه پیغام کې ویلي چې له یوې «وقفې» وروسته افغانستان او هندوکش ته بېرته راستون شوی او باور لري چې وسلهوال مقاومت د طالبانو له واک څخه د افغانستان د ازادولو لپاره له اغېزمنو لارو څخه یوه ده.
