د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو سره په یوه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۴ څخه ډېرې «ترهګرې» ډلې حضور لري.
د اسحاق دار په هغه اعلامیه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) له دې غونډې وروسته خپره کړې، ویل شوي چې «ترهګرې ډلې» د افغانستان په خاوره کې له مجازاتو د معافیت سره فعالیت کوي.
هغه ویلي: «پاکستان په افغانستان کې د ۲۴ څخه د زیاتو ترهګرو ډلو له حضور څخه سخت اندېښمن دی، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)، د بلوچ ازادۍ پوځ، مجید لوا، داعش خراسان، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ؛ هغه ډلې چې سیمهییزه او نړیواله سوله او امنیت ګواښي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې «ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې له مجازاتو د معافیت سره فعالیت کوي» او له هغه ځایه د پاکستان وګړي په نښه کوي.
هغه په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ پر یوه جومات وروستۍ حمله، چې پکې لږ تر لږه ۲۴ پاکستاني وګړي وژل شوي، «له افغانستان څخه د راټوکېدلي ترهګرۍ» پورې تړلې بللې ده.
پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې چې طالبان په افغانستان کې د اسلاماباد مخالفو او «ترهګرو ډلو» ته پناه ورکوي، څو له هغه ځایه د پاکستان پر پوځي او ملکي هدفونو بریدونه تنظیم کړي. خو طالبانو تل د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو حضور رد کړی دی.
