په بغلان کې د مسافر وړونکي بس او شخصي موټر ټکر؛ یوه ښځه مړه او پنځه کسان ټپیان شول

Oplus_131072

په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ اعلان کړی چې د دې ولایت د دند غوري ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس او شخصي موټر د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

دې قوماندانۍ په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پېښه نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) د سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې د دند غوري ولسوالۍ اړوند د «کوچه ارباب‌ها» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یو «۳۰۳» ډوله مسافر وړونکی بس چې له مزار شریف څخه د پلخمري پر لور روان و، له یوه شخصي «فیلډر» موټر سره ټکر کړی دی.

د پېښې په پایله کې یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان، چې د فیلډر موټر چلوونکی او سپرلۍ هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د پېښې مړی او ټپیان د بغلان مرکز پلخمري مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل او مسؤل لوری نه دی معلوم شوی.

وروسته له هغه چې د هېواد پر لویو لارو ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې ډېری یې د تېز سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعت له امله رامنځته کېږي، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده امر کړی و چې د ترافیکي پېښو عاملین دې وپېژندل شي، ونیول شي او محاکمه دې شي، او د قربانیانو حقونه دې ورکړل شي.

د دغه فرمان له صادرېدو نږدې یوه میاشت وروسته، په داسې حال کې چې په بېلابېلو سیمو کې څو ترافیکي پېښې د لسګونو کسانو د مړینې او ټپي کېدو سبب شوې دي، طالبانو تر اوسه د کومې قضیې د تعقیب خبر نه دی ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته