د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې یوې ځانګړې محکمې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف د «دیپلوماتیک ښارګوټي» ټولې ځمکې «امارتي» تثبیت کړې دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ښارګوټي ځمکې د مزار شریف ښار د شادان دښتې په سیمه کې له ۲ زره او ۶۵۷ جریبو څخه زیاتې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د «شمالي زون د غصب شویو امارتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې» د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې د بلخ ولایت د «دیپلوماتیک ښارګوټي» په نوم یادې شوې ټولې ۲ زره او ۶۵۷ جریبه ځمکه «امارتي» ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت تېره اوونۍ اعلان کړی و چې په تېرو څلورو کلونو کې د ۱۴ ولایتونو د ۴۹ ښارګوټو ځمکې په بشپړ یا جزوي ډول «امارتي» تثبیت شوې دي. طالبان غواړي د دغو ټولو ښارګوټو ځمکې، استوګنیز کورونه او سوداګریز مرکزونه مصادره کړي. د ځینو ښارګوټو، لکه په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي او په غزني کې د «نوآباد» ښارګوټي د مصادرې حکم هم صادر شوی دی.
دغه وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د لسګونو نورو ښارګوټو قضیې او دوسیې هم تر څېړنې لاندې لري او ډېر ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.
د «ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون» چارې، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تر څار لاندې فعالیت کوي، له ګڼو نیوکو سره مخ شوې دي. نیوکه کوونکي د دغه کمېسیون پرېکړې عادلانه نه بولي.
