پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو بریدونه کړي؛ طالبان: مرګ‌ژوبله نه لري

Oplus_131072

وروسته له هغې چې پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان په خاوره کې یې پر یو شمېر نقطو بریدونه کړي، طالبانو هم تایید کړه چې د پاکستان پوځ نن سهار (پنجشنبه، د تلې ۲مه) په کندهار او خوست کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ په ایکس کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان په خاوره کې ۱۰ هوايي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

هغه ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې څخه د پرونیو بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي دي.

ښاغلي تارړ زیاته کړې چې «پاکستان د خپل حاکمیت د حق او د مشروع دفاع په موخه، په افغانستان کې پر هغو ۱۰ نقطو دقیق هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي چې د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او سات ذبیح‌الله مجاهد کورنیو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۳ بجې د پاکستان پوځ د کندهار ښار د نهمې ناحلو لپاره کارېدې.»

د هغه په وینا، دغه بریدونه یوازې پر هغو پېژندل شوو پوځي اهدافو محدود وو چې له پاکستان سره د برید د هڅې مستقیمه اړیکه یې لرله.

په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو هم تایید کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان په کندهار او خوست ولایتونو کې بریدونه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد کورنیو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۳ بجې د پاکستان پوځ د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه سیمه بمبار کړې ده.

مجاهد ویلي چې برید په یوه دښتي سیمه کې شوی او هېڅ مرګ‌ژوبله او مالي زیان یې نه دی اړولی. خو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې په کندهار کې چاودنې «ډېرې زورورې» وې او د ښار په ټولو برخو کې یې غږ اورېدل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز هم تایید کړې چې د دغه ولایت ځینې سیمې د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

ګربز په ایکس کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونه نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې ترسره شوي دي.

هغه ویلي چې د ګربز ولسوالۍ «کمپ ګل‌ها»، د خوست ولایت مرکز ته نږدې سیمې، او د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو ځینې سیمې په دغو بریدونو کې په نښه شوې دي.

ګربز زیاته کړې چې د پاکستان په دغو بریدونو کې هېڅ مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دوشنبې په سهار هم په کنړ او پکتیکا کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو. طالبانو ادعا کړې وه چې په کنړ کې د دغو بریدونو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان ویلي وو چې په دغو بریدونو کې ۲۸ «ترهګر» وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته