د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن (يک شنبه، د تلې ۱۲مه) د بټيکوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې د یوه «ویټز» او «کراسروډ» موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د سرچینې په وینا، امنیتي مسوولان د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
امنیه قومانداني وايي، په پېښه کې وژل شوي درې کسان د مومندرې ولسوالۍ د «انبارخانې» سیمې اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي وو.
په ورته مهال، د روانې اوونۍ په ترڅ کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
