د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د تېرې ورځې هغه چاودنه تایید کړې چې داعش او «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» یې په جلا توګه مسوولیت منلی دی. نوموړي ویلي چې په دې برید کې د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی وژل شوی دی.
قانع نن (دوشنبه، د تلې ۱۳مه) له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي چې د فیضاباد ښار کې چاودنه شوې او د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی په کې وژل شوی دی.
هغه ویلي چې په دې پېښه کې وژل شوی کس په فیضاباد کې د طالبانو د استخباراتو مسوول یا مرستیال نه و.
«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او د داعش خراسان څانګې د بدخشان د تېرې ورځې د چاودنې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د طالبانو د استخباراتو غړي په کې هدف وو.
داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې برید کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول هدف ګرځول شوی دی.
د داعش خراسان د اعلامیې له مخې، دا برید د بمځای پر ځای شوي موټرسایکل په وسیله شوی چې په پایله کې یې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی او د هغه یو ساتونکی ټپیان شوي او بل ساتونکی یې وژل شوی دی.
په همدې حال کې «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» هم پرون د دغه برید مسوولیت منلی و.
دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال یې هدف ګرځولی و.
جبهې ادعا کړې وه چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو دغه چارواکی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم داعش او «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د طالبانو پر چارواکو د هدفي بریدونو مسوولیتونه منلي دي.
له دې ډلې «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د روان کال د زمري په ۲۲مه په فیضاباد کې د طالبانو د ښاروال عبدالرحمان منصور د وژلو مسوولیت ومانه. تر دې لږ وړاندې، د زمري په شپږمه، داعش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رییس ذبیحالله امیري د وژلو مسوولیت منلی و.
