د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره نن (د اکټوبر ۵مه) د روسیې په کوربهتوب جوړېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري هڅې هم د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازي په دې ناسته کې ګډون کوي او د افغانستان او سیمې د سیاسي او اقتصادي وضعیت، ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه به بحث وکړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د دې ناستې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
د روسیې د ولسمشر د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ناسته کې به له پاکستان سره د افغانستان پر روان کړکېچ هم خبرې وشي.
دا ناسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د وروستیو سرحدي نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله له جدي کړکېچ سره مخ دي
