د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، په دې هېواد کې میلیونونه نجونې له بېلابېلو ستونزو، لکه بېوزلۍ، په کم عمر کې واده، زده کړو ته محدود لاسرسي او بېسوادۍ سره مخ دي.
یوناما نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) پر فېسبوک په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې زده کړې لا هم د نجونو د وړتیاوو او استعدادونو د غوړېدو تر ټولو اغېزمنه لار ده.
دغه دفتر د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نویو او عملي اقداماتو غوښتنه کړې، څو د هرې افغانې نجلۍ د زده کړو، مناسب کار، شخصي انتخابونو او د داسې راتلونکي د جوړولو حق تضمین شي چې د هغې د هیلو او غوښتنو پر بنسټ وي.
یوناما زیاته کړې: «هره نجلۍ حق لري چې په ازاده توګه زده کړې وکړي، وده وکړي او د خپلې خوښې راتلونکی جوړ کړي.»
دغه بنسټ ویلي: «نجونې د راتلونکي مشرانې دي، نجونې نوښتګرې او خلاقې دي، نجونې نړۍ بدلوي.»
طالبانو له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې بندیز له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بېبرخې شوې دي.
طالبانو همداراز د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي او په ټولنه کې یې د هغوی حضور او ونډه په پراخه کچه محدوده کړې ده.
