لنست مجلې د نړۍ د ګواښونو په اړه په یوه نوې ارزونه کې ویلي، چې ښايي بشریت تر ۲۱۰۰ میلادي کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه کارونې یا اټومي جګړې له امله له منځه ولاړ شي.
د ګارډین د راپور له مخې، دغه دوه ګواښونه په راتلونکو ۷۵ کلونو کې د انسانانو روغتیا ته د ۱۷ سترو ګواښونو په نوملړ کې په سر کې ځای لري.
د شتمنو هېوادونو له خوا د مرستو د لګښتونو کمول، د اقلیم بحران او د ماشومانو خوارځواکي هم د دې نوملړ له نورو ګواښونو څخه دي.
د لنست مجلې د «په ۲۱مه پېړۍ کې د نړۍ د روغتیا ګواښونه» کمېسیون کارپوهانو ویلي، چې دغه ټول ګواښونه له یو بل سره تړاو لري او باید په یو وخت کې ورته رسېدنه وشي. خو هغوی ټینګار کړی، چې د هر یوه ګواښ د مخنیوي لپاره عملي لارې چارې شته.
د دې کمېسیون یوه مشر او د واشنګټن پوهنتون د روغتیا د اندازهګیرۍ او ارزونې انسټیټیوټ مشر، پروفیسور کریسټوفر موري، ویلي: «هغه پرېکړې چې د نن ورځې مشران یې کوي، د راتلونکو نسلونو روغتیا او هوساینه ټاکي.»
دغه کمېسیون د ګواښونو د نوملړ د جوړولو لپاره اټکل کړی، چې د اوسنیو بهیرونو پر دوام سره به هر ګواښ د ناروغۍ، معلولیت یا له وخته مخکې مړینې له امله د انسانانو د سالم ژوند څومره کلونه له منځه یوسي. دې معیار ته «د معلولیت له مخې تعدیل شوي د ژوند کلونه» (DALY) ویل کېږي.
په راپور کې راغلي: «د مصنوعي ځیرکتیا ناوړه کارونه، چې د بیولوژیکي وسلو په جوړولو کې یې کارول هم پکې شامل دي، او له لوږې سره مل اټومي جګړه، په راتلونکو ۷۵ کلونو کې د بشریت د له منځه تلو خطر رامنځته کوي.»
راپور زیاتوي، که څه هم د دغو پېښو د رامنځته کېدو احتمال کم دی، خو که پېښې شي، د بشریت د ژوند د پای ته رسولو وړتیا لري.
اټومي جګړه کولای شي د ځمکې د اتموسفیر لوړو پوړونو ته د کافي اندازې ذرو په خپرولو سره د لمر د وړانګو د رسېدو مخه ونیسي او د پراخې لوږې لامل شي.
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جوړو شویو بیولوژیکي وسلو کارول هم د احتمالي سناریوګانو له ډلې دي.
لنست مجلې په یوه سرمقاله کې، چې له دې راپور سره هممهاله خپره شوې، خبرداری ورکړی: «که دغه ګواښونه عملي شي، د هغو له امله رامنځته کېدونکی زیان به د بشریت لپاره د قیامت په څېر پایلې ولري.»
په نوملړ کې د طبقهبندۍ شویو نورو ګواښونو په ډله کې د هوا ککړتیا، د میکروبونو لهخوا د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت، د ماشومانو خوارځواکي، د اقلیم بحران، دودیزې جګړې، د بهرنیو مرستو کمېدل، د الکولو زیات مصرف، د وینې لوړ فشار، د عاید نابرابري، د زدهکړو ټیټه کچه، طبیعي وباوې، چاغښت، رواني روغتیايي ستونزې، سګرټ څکول او په ناسالم ډول زړېدل شامل دي.
