د نجونو نړیواله ورځ؛ یونیسف: په افغانستان کې له هرو دوو نجونو یوه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د «افغانستان د څو شاخصونو سروې» د شمېرو له مخې، د ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ۲۸.۷ سلنه ښځو تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی.

یونیسف نن (یک‌شنبه، د تلې ۱۹مه) د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د دې سروې له مخې، د افغانستان په ځینو سیمو کې له هرو دوو نجونو یوه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي: «د ماشومانو ودونه د نجونو پر روغتیا او هوساینې ژورې اغېزې لري، زده‌کړې یې ګډوډوي او د راتلونکي فرصتونه یې محدودوي.»

دغه بنسټ زیاته کړې: «دا پدیده د تاوتریخوالي او ټولنیز انزوا خطر زیاتوي او د کم‌عمرۍ امیندوارۍ او له وخته مخکې زېږون له امله رامنځته کېدونکي خطرونه هم ډېرولای شي.»

یونیسف ویلي، په افغانستان کې د امیندوارۍ د اختلاطاتو له امله مړینه د ۱۵ تر ۱۹ کلونو عمر لرونکو نجونو د مړینې له مهمو لاملونو څخه ده.

دغه بنسټ وايي، د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو مخنیوی شونی دی. په تېرو ۲۵ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د نجونو پر زده‌کړو د پانګونې، د قوانینو د اصلاح او ټولنیزو ملاتړونو له لارې د ۶۸ میلیونو کم‌عمره ودونو مخه نیول شوې ده.

یونیسف ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو مخنیوی ګډو هڅو ته اړتیا لري. په دې هڅو کې د هرې نجلۍ د زده‌کړې د حق ساتنه، د نجونو د ملاتړ او خوندیتوب پیاوړتیا، له زیان‌منونکو کورنیو او ټولنو سره مرسته، د نجونو غږ ته غوږ نیول او پر اساسي خدمتونو پانګونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي: «که څه هم یوازې زده‌کړې د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه کوي، خو په ښوونځي کې د نجونو ساتل د هغوی د حقونو د خوندیتوب له تر ټولو اغېزناکو لارو څخه دي. له همدې امله، یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي.»

یونیسف همداراز له کورنیو، ټولنو او سیمه‌ییزو ښکېلو لورو، په ګډون له دیني او ټولنیزو مشرانو، د خدمتونو له وړاندې کوونکو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

دغه بنسټ ویلي، په افغانستان کې به له ټولنو، سیمه‌ییزو ښکېلو لورو او خپلو همکارانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، څو د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو مخه ونیسي او له هغو نجونو ساتنه وکړي چې له دې خطر سره مخ دي.

یونیسف ویلي، د تنکیو نجونو، په ګډون د هغو نجونو چې په کم‌عمرۍ کې میندې شوې دي، ملاتړ کوي، څو زده‌کړو، د ژوند مهارتونو، روغتیايي خدمتونو، د خوندیتوب خدمتونو او نورو اساسي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشر، تاج‌الدین اویواله، په یوه اعلامیه کې ویلي: «د نجونو په دې نړیواله ورځ، راځئ د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره خپله ژمنتیا تازه کړو؛ د سالمې ماشومتوب دورې د ودې، زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره د خپلو هڅو د دوام او د هغو فرصتونو د ملاتړ له لارې چې په افغانستان کې هرې نجلۍ ته دا زمینه برابروي، څو خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې بندیز له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدو وروسته، په افغانستان کې د ماشومانو د کم‌عمرۍ ودونو د زیاتوالي په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته