د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان کړکېچ د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د ۵۲مې غونډې د بحث له محورونو څخه دی. دا غونډه د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړېږي.
ټاکل شوې چې دا غونډه د راتلونکې اوونۍ د اکتوبر په ۱۷مه او ۱۸مه ترسره شي.
د اسلامي همکاریو سازمان نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) پر اېکس لیکلي چې «مهمې سیمهییزې موضوعګانې، په ځانګړي ډول د یمن وضعیت، د سوډان او افغانستان کړکېچونه، پر سوریې د اسرائیلو تېری او د مسلمانو لږکیو او ټولنو وضعیت» به د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اجنډا کې شامل وي.
همداراز، په دې غونډه کې به د اسلامهراسۍ د ۲۰۲۵ کال راپور هم وڅېړل شي.
په دې وروستیو ورځو کې د اسلامي همکاریو سازمان یوه پلاوي کابل ته سفر کړی دی. دغه پلاوي د طالبانو له چارواکو سربېره، د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره هم لیدلي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د سیاسي چارو څانګې له مشر سکاټ سمیت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي تاجالدین اویواله سره د افغانستان د بشري وضعیت او په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
دواړو لورو د افغانستان اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د نړیوالو شریکانو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ پر دوام هم ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي د اروپايي ټولنې له استازو سره په لیدنه کې هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو او په مهمو برخو کې د همکارۍ د فرصتونو د ارزونې په اړه خبرې کړې دي. په دې برخو کې روغتیا، زدهکړې او د کوکنارو د بدیل معیشت برابرول شامل دي.
