پاکستان: له طالبانو سره د خبرو پرمختګ د ترهګرو ډلو پر ضد د عملي او تایید وړ اقداماتو غوښتنه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد د خبرو د پرمختګ لپاره اړینه ده چې د دې ډلې چارواکي په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد مشخص او په عملي توګه د تایید وړ اقدامات وکړي.

د هغه په وینا، که دا ډول اقدامات ترسره شي، پاکستان به په ډېر لېوالتیا په خبرو او مذاکراتو کې ګډون وکړي.

سجاد حیدر خان نن (جمعه، د تلې ۲۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له خبرو او مذاکراتو، د طالبانو له استازو سره هم، مخ نه اړوي.

هغه د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې د وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «پاکستان د دوستو هېوادونو له هرې صادقانه هڅې هرکلی کوي چې زموږ د مشروع امنیتي اندېښنو په حل او د سیمې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه: «اوس مهال زه د روسیې له کومې جلا او رسمي منځګړیتوب‌کوونکې نوښت څخه خبر نه یم چې تر څېړنې لاندې وي. خو پاکستان لا هم رغنده تعامل ته چمتو دی. دا ډول هڅې باید مانادارې وي او د پام وړ پرمختګ لامل شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، له طالبانو سره خبرې به له مخکېنیو شرطونو پرته نه وي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان یوازینۍ غوښتنه دا ده چې داسې یو میکانیزم رامنځته شي چې د تایید وړ وي او له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرو فعالیتونو بشپړ بندېدل تضمین کړي.

خو د هغه په وینا، «د طالبانو رژیم یو ګام مخکې او یو ګام شاته اخلي.»

نوموړي د مسکو فارمټ په غونډه کې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د اختلاف له امله د ګډې اعلامیې نه تصویب ته په اشارې وویل: «دا چې د مسکو فارمټ له غونډې وروسته ګډه اعلامیه خپره نه شوه، په خپله دا څرګندوي چې افغانستان له داسې متن سره موافقه ونه کړه چې تر تېر کال پورې د منلو وړ و؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د شتون په اړه. دا موضوع ښيي چې افغان لوری نه غواړي دا ومني چې ترهګري د دغه هېواد له خاورې سرچینه اخلي.»

طالبان د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کار اخیستلو ادعاوې ردوي او په ورته وخت کې وايي چې پاکستان د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ګواښ سرچینه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته