د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي، د متحده عربي اماراتو په ساحل کې پر یوې کوچنۍ بېړۍ برید یو ټپي پر ځای پرېښی دی.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) د اماراتو د خورفکان سیمې شمال ختیځ ته یوه یدککش بېړۍ د دوو نامعلومو توغندیو هدف ګرځېدلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو دوو نامعلومو توغندیو له لګېدو وروسته یو کس ټپي شوی او یدککش بېړۍ، سره له دې چې زیانمنه شوې، خپل سفر ته دوام ورکړی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ویلي چې یاده یدککش بېړۍ د جنوب پر لور روانه وه.
تر اوسه هېڅ لوري د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي او د هغه دواړو غاړو ته پر بېړیو بریدونه زیات شوي دي.
