د «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روسیې، امریکا او چین ولسمشران، ولادیمیر پوتین، ډونالډ ټرمپ او شي جینپینګ به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر یوه هوکړه د بحث لپاره درېاړخیزه غونډه وکړي.
دې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپل راپور کې لیکلي چې پوتین لس ورځې مخکې له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې غونډې وړاندیز کړی و.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د روسیې، امریکا او چین د مشرانو ترمنځ د احتمالي درېاړخیزې غونډې په اړه خبرې روانې دي.
د هغه په وینا، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او د غونډې د څرنګوالي او احتمالي اجنډا په اړه هم روښانه معلومات نشته.
خو پسکوف «والسټریټ ژورنال» ته تایید کړې چې درې واړه لوري د داسې غونډې د «احتمال» په اړه خبرې کوي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي «والسټریټ ژورنال» ته ویلي چې ټرمپ لا هم په رسمي ډول د درېاړخیزې غونډې له جوړېدو سره موافقه نه ده کړې.
د دغه امریکايي چارواکي په وینا، ښايي ټرمپ د دې وړاندیز هرکلی وکړي، ځکه هغه لا هم غواړي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې ټاکنیزې ژمنې عملي کړي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې که سپینې ماڼۍ ته بېرته راستون شي، د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. خو اوس د هغه د ولسمشرۍ د دورې له پیل څخه نږدې دوه کاله تېر شوي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم له بنبست سره مخ دي.
د «والسټریټ ژورنال» د راپور له مخې، د روسیې، امریکا او چین د ولسمشرانو ګډه درېاړخیزه غونډه به یوه میاشت وروسته، د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه، د چین په سوېل کې د شېنژن ښار کې ترسره شي.
که څه هم د چین حکومت تر اوسه په رسمي ډول د داسې غونډې د کوربهتوب اعلان نه دی کړی، خو په واشنګټن کې د سټیمسن څېړنیز مرکز د چین د پروګرام مشرې یون سان ویلي: «چین غواړي د سترو قدرتونو د محور او ښايي د امریکا او روسیې ترمنځ د منځګړي په توګه وپېژندل شي.»
