د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو له پیل وروسته، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) په خپل راپور کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې واړه اصلي لارې، تورخم، سپینبولدک او بهرامچه، او همدارنګه خرلاچي، غلامخان او انګور اډه چې د لږو ترانزیټي توکو د لېږد لپاره کارېدې، لا هم تړلې پاتې دي.
پاکستان چې طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د ازادۍ پوځ ته په پناه ورکولو تورنوي، ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري د «افغانستان له خاورې راپورته کېدونکي ترهګرۍ» پر وړاندې تر عملي اقدام پورې به خپلې پولې تړلې ساتي.
«ډان» لیکلي چې واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو مخکې د افغانستان ترانزیټي سوداګري نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده چې ارزښت یې پنځه میلیارد ډالره و؛ خو په تېر مالي کال کې دا کچه یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټه شوې چې ارزښت یې ۳۶۷ میلیون ډالره و.
د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د روان میلادي کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې په تېر مالي کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د مخکیني کال په پرتله ۷۴ سلنه کمه شوې ده.
دغه شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د اګست په میاشت کې خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د تېر مالي کال په پرتله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
افغانستان ته د پاکستان صادرات درمل، سمنټ، پلاستیکي توکي، وریجې، مېوې، سبزيجات او نور توکي رانغاړي. په مقابل کې، پاکستان ته د افغانستان مهم صادرات پیاز، روميان، کرنیز تخمونه، انګور، وچه مېوه، مڼې، سکاره او خام سرب دي.
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د دغه هېواد د درملو صنعت د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو.
خو طالبانو تېر کال له پاکستان څخه د درملو واردات منع کړل. «ډان» لیکلي چې د پاکستان د درملو صنعت لپاره د افغانستان بازار ته د لاسرسي له لاسه ورکول یوه لویه سوداګریزه ضربه ده چې پر تولید، پانګونې او کارموندنې اغېز کوي.
د پاکستان د کرنیزو محصولاتو د سوداګرو د ټولنې مشر ملک سوهنې ویلي چې افغانستان د پاکستان د کچالو لپاره یو لوی بازار و.
د هغه په وینا، د پولو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ تر ۵۰ پورې د کچالو باروړونکي لارۍ افغانستان ته تللې او سربېره پر دې، هره ورځ ۲۵ لارۍ تازه سبزيجات هم له پولې اوښتې.
هغه زیاته کړې چې د پولې تړل کېدو د کچالو بازار ته سخته ضربه رسولې او په پاکستان کې یې د دې محصول د کرکېلې کچه نږدې نیمایي ته راټیټه کړې ده.
ښاغلي سوهنې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به د محدود عرضه او زیاتېدونکې تقاضا له امله د کچالو بیې لوړې شي.
