د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله په غزه کې نیم میلیون کسانو ته مرستې بندوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودجې د کمښت له امله اړ شوی چې په غزه کې نیم میلیون کسانو ته خوراکي مرستې بندې کړي.

دغه بنسټ نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د روانې میلادي میاشتې له پیله په غزه کې ۱.۱ میلیون کسانو ته خوراکي او نغدي مرستې برابروي. دا شمېر د تېرې میاشتې په پرتله ۵۰۰ زره کم دی؛ ځکه تېره میاشت ۱.۶ میلیون کسانو مرستې ترلاسه کولې.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، د خوراکي مرستو اندازه یې نیمایي ته راکمه کړې ده. اوس به کورنۍ د دوو خوراکي بستو پر ځای یوه بسته او د غنمو اوړو یوه کوچنۍ بوجۍ ترلاسه کوي.

دغه بنسټ ویلي، د ګرمو خوړو د وېش شمېر یې هم له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راکم کړی دی. په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی، د بېلګې په توګه د اسرائیلو تر پوځي کنټرول لاندې د «ژېړې کرښې» ته نږدې، مېشتې کورنۍ به د هرې ورځې پر ځای یوه ورځ وروسته ګرم خواړه ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، ۷۵ زره کورنیو ته د نغدي مرستو ارزښت یې هم راکم کړی دی.

خو دغه بنسټ وايي، اوس هم کولای شي له هغو نانوایانو ملاتړ وکړي چې د غزې د ډوډۍ د اړتیا درېیمه برخه پوره کوي، ۳۰۰ زره ښځو او ماشومانو ته د تغذیې مرستې ورسوي او د غزې په ښوونځیو کې ۲۰۰ زره ماشومانو ته سالمې سپکې ډوډۍ برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، د بودجې کمښت په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر مرستو هم اغېز کړی دی. دغه بنسټ د سپټمبر په میاشت کې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر نیمایي ته راکم کړی او له ۴۰۰ زرو څخه یې ۲۰۰ زرو ته رسولی دی.

په غزه کې د خوړو خوندیتوب

د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی، په غزه کې ۱.۴ میلیون کسان، چې د سیمې د ټول نفوس ۶۷ سلنه جوړوي، د خوړو له سخت ناامني سره مخ دي. د دغو کسانو وضعیت د «بحران» یا تر هغه په لوړه کچه کې دی، چې د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقه‌بندۍ په درېیمه یا لوړه درجه کې راځي.

د دغه بنسټ په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د پای په پرتله کم شوی دی. د تېر کال په پای کې ۱.۶ میلیون کسان، چې د غزې د نفوس ۷۷ سلنه جوړوي، له دې وضعیت سره مخ وو؛ خو د وضعیت ښه والی لا هم لږ او نازک دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، شاوخوا ۲۰۰ زره کسان لا هم په «اضطراري» وضعیت کې ژوند کوي، چې د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقه‌بندۍ څلورمه درجه ده. په دې وضعیت کې د لوږې له امله د مړینو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا وي.

دغه بنسټ زیاته کړې، یوازې پنځمه برخه ماشومان په کافي اندازه بېلابېل خواړه ترلاسه کوي. روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، د فاضله موادو د ایستلو سیستمونو او د شخصي حفظ‌الصحې اسانتیاوو ته لاسرسی هم لا هم محدود دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د اعلامیې له مخې، د غزې تر ۸۰ سلنې ډېر اوسېدونکي وزګار دي. له همدې امله ډېرې کورنۍ، ان که تازه یا له پروټین څخه بډایه خواړه په بازار کې موجود هم وي، د پېرلو توان یې نه لري.

دغه بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې بشري مرستو ته د لاسرسي او د مرستو د وېش ښه کېدو د خوړو د ناامنۍ په کمولو کې مرسته کړې ده؛ خو دا لاسته راوړنې نازکې دي او که د بشري مرستو بودجه کمه شي، ښايي په چټکۍ له منځه ولاړې شي.

د دغه بنسټ په وینا، د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقه‌بندۍ (IPC) وروستی تحلیل خبرداری ورکوي چې د بشري مرستو کمېدل ښايي په غزه کې د خوراکي مرستو اړتیا په شدیده توګه زیاته کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د ژمي له رانږدې کېدو سره سم، په غزه کې د بېړنیو خوراکي مرستو د دوام، د حیاتي تخنیکي او انجنیري ملاتړ د برابرولو او د کوچنیو ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ اضافي بودجې ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي، په ۲۰۲۶ کال کې د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره یې بودجه د تېرو کلونو د بودجې تر نیمایي هم کمه ده. د ۲۰۲۶ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې د فلسطین له خلکو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره سمدستي ۴۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

نړیوال بنسټونه په وروستیو کلونو کې د غزې، افغانستان او سوډان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ګڼو بشري بحرانونو او د هېوادونو له خوا د مرستو د کمېدو له امله له سخت مالي کمښت سره مخ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او نورو بشري مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې هم اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د بودجې له کمښت شکایت کړی او د دې وضعیت د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته