د نیمروز ولایت په زرنج ـ دلارام لویه لاره کې په ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي، او په همدې ولایت کې یو ۳۰ کلن ځوان څاه ته د خاورې ښوېدو له امله مړ شوی دی.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت وايي، دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، یو موټر له خپل مسیر څخه منحرف شوی او له سړک څخه وتلی دی. د پېښې قربانیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس حبیبالله سعید وايي، د دغه ولایت په خوابګاه سیمه کې د اوبو یوې څاه ته د خاورې ښوېدو له امله د ناصر په نوم یو ۳۰ کلن ځوان مړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ځوان د یکشنبې په سهار د ملا حسین کلي په یوه اته متره ژوره څاه کې د پاکولو او لایروبي پر مهال تر خاورو لاندې شوی و.
سعید زیاتوي، چې د سیمې د اوسېدونکو له اووه ساعته هڅو وروسته دغه ځوان جسد له څاه څخه راایستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په سویلي حوزه کې څاهګانو ته د انسانانو د لوېدو پېښې زیاتې شوې دي.
