د افغانستان مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعانو او د افغان کډوالو د ټولنو استازو په یوه پرانیستي لیک کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د جبري بېځایه کېدو، د شخصي ملکیتونو د مصادرې او د خلکو د کورونو د نیولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو د اقدام غوښتنه کړې ده.
دغه پرانیستی لیک د ۲۸ بنسټونو غړو او ۸۰۰ مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو لاسلیک کړی او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او د یوناما رئیس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي، د اقلیتونو، د دین یا عقیدې د ازادۍ، د مناسب استوګنځي د حق او د داخلي بېځایه شویو د حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او نړیوالو نادولتي بنسټونو ته لېږل شوی دی.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، چې پر امید سبز ښارګوټي د طالبانو د فشارونو زیاتېدو د دې سیمې د زرګونو اوسېدونکو معیشت، امنیت او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، دغه ښارګوټی تر ډېره د شیعه هزارهوو د اوسېدو سیمه ده او د ځمکې، استوګنځي او ملکیت د حقونو په ګډون د اوسېدونکو بنسټیز حقونه له خطر سره مخ دي.
د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان لمریز کال د غويي په میاشت کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړه.
د دې حکم له صادرېدو وروسته، د طالبانو عدلیې وزارت د ښارګوټي اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی او هغو کسانو ته یې هم ویلي چې په کرایي کورونو کې اوسېږي، چې د کورونو کرایه د اصلي مالکانو پر ځای د دغه وزارت حساب ته ولېږدوي.
د افغانستان مدني فعالانو په خپل پرانیستي لیک کې ویلي: «د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو د سپټمبر له وروستیو راهیسې پر امید سبز ښارګوټي بریدونه کړي، کور په کور ګرځېدلي، کورونه یې مهرولاک کړي، اوسېدونکي یې د کرایې فورمو لاسلیکولو ته اړ کړي او هغه کسان یې وهلي او نیولي چې اعتراض یې کړی دی.»
په لیک کې زیاته شوې: «د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو راپور ورکړی، چې د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو ترې غوښتي چې د هرې خونې په بدل کې هره میاشت څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي. په دې پیسو کې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې پاتې کرایه او د راتلونکو شپږو میاشتو مخکینۍ کرایه هم شامله ده؛ که نه، باید خپل کورونه تخلیه کړي.»
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، چې تخلیه شوي کورونه، په هغو کې هغه کورونه هم شامل دي چې مالکین یې په بهر کې ژوند کوي، مهرولاک شوي او د طالبانو غړو یا د هغوی اړوندو کسانو ته سپارل شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې طالبانو د کرایې ورکولو پر ضد د اعتراض له امله د ښارګوټي تر ۳۰ ډېر اوسېدونکي او استازي نیولي وو او وروسته یې ترې د دې ژمنې په اخیستو خوشې کړل چې خپل کورونه به په دوو ورځو کې تخلیه کوي.
د ملکیتونو د نیولو مخ پر پراخېدو بهیر
د پرانیستي لیک لاسلیک کوونکو د طالبانو لهخوا د خلکو د ځمکو او ملکیتونو نیول «مخ پر پراخېدو بهیر» بللی او ویلي یې دي، چې په ټول افغانستان کې بېلابېلې ټولنې د ځمکو له نیولو، د کورونو د تخلیې له حکمونو او د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمو او کمېسیونونو د پرېکړو له مخې د ځمکو او کورونو له بیا وېش سره مخ دي.
د دوی په وینا، دغو اقداماتو په ځانګړي ډول پر هزارهوو او نورو قومي او مذهبي اقلیتونو جدي اغېزې کړې دي.
په پرانیستي لیک کې راغلي: «د طالبانو لهخوا د هزارهوو سیستماتیک ځورول د محرومولو په بهیر کې د پراخوالي، تکرار او هغو پېښو له شمېر څخه څرګندېږي چې دغه ټولنه یې اغېزمنه کړې ده. د مذهبي ازادیو له منع کولو، وژنو او خپلسرو نیونو نیولې، د کارموندنې او بشري مرستو له محرومیت او له خپلو کورونو څخه تر جبري ایستلو پورې، د طالبانو محدودیتونو د هزارهوو د ژوند پر ټولو اړخونو ژورې اغېزې کړې دي.»
د لیک لاسلیک کوونکو زیاته کړې: «دا بدلونونه د هویت پر بنسټ د حاشیې ته کولو، تاوتریخوالي او تبعیض د مخ پر پراخېدو بهیر ښيي چې د هزارهوو له ټولنې ورهاخوا هم غځېدلی دی. په دې منځ کې، هزاره ښځې د جنسیت، قومیت، مذهب او جغرافیایي موقعیت له امله له څو اړخیزو او یو پر بل اغېز لرونکو زیانونو سره مخ دي.»
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، داسې معلومات شته چې طالبان د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۴۹ استوګنیز ښارګوټي ارزوي. د دوی په وینا، د دې بهیر پراخېدل د جبري بېځایه کېدو، د قانوني بهیرونو د نه مراعاتولو او د دغو ښارګوټو د زرګونو زیانمنونکو اوسېدونکو د حقونو او خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي، په ځانګړي ډول د ژمي موسم له رارسېدو مخکې.
غوښتنې
د لیک لاسلیک کوونکو له یوناما، د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو غوښتي، چې له طالبانو وغواړي په امید سبز او نورو ښارګوټو کې د تخلیې ټول حکمونه او اړوند اجرایي اقدامات سمدستي ودروي.
دوی ټینګار کړی، چې دغه بهیر باید تر هغه وخته ودرول شي چې د ځمکو او ملکیتونو په اړه ادعاوې او اختلافونه د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له معیارونو سره سم، د یوه روڼ، بېطرفه او خپلواک بهیر له لارې نه وي څېړل شوي.
د لیک لاسلیک کوونکو همداراز له ملګرو ملتونو او د هېوادونو له استازو غوښتي، چې له طالبانو وغواړي ګواښونه، فزیکي ناوړه چلند، خپلسرې نیونې، د کرایې جبري غوښتنه او د قانوني بهیر له مراعاتولو پرته د کورونو مهرولاک کول یا نیول سمدستي پای ته ورسوي.
سربېره پر دې، دوی د منظمې څارنې، د راپورونو د عامولو، د طالبانو د چارواکو د حسابورکونې، د همغږو ډیپلوماټیکو اقداماتو، د زیانونو د جبران د اغېزمنو لارو د برابرولو او د حسابورکونې او عدالت غوښتنې د تضمین غوښتنه کړې ده. دوی همداراز په افغانستان کې له ګواښ سره مخ ټولنو ته د بېړني خوندیتوب او بشري مرستو د برابرولو لپاره د هڅو پر بسیج ټینګار کړی دی.
امید سبز ښارګوټی د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او اوسېدونکي یې تر ډېره هزارهګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او د افغانستان د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال محمدکریم خلیلي ورور، محمدنبي خلیلي، د دې ښارګوټي له عمده شریکانو څخه دی.
محمدنبي خلیلي ویلي: «امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت د رسمي اسنادو، د اړوندو ادارو له بشپړې تصفیې او د ودانولو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»
د محمدنبي خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټوله ځمکه له هغو مالکانو پېرل شوې چې «د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیې د ورکړې سابقه یې تېرو لسیزو ته رسېږي».
د امید سبز ښارګوټي «امارتي» اعلانېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او ډېرو کسانو دا اقدام د هزارهوو او شیعهګانو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي سیاستونو» د دوام یوه برخه بللې ده.
