د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د تمکي کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي خبري اژانس باختر د راپور له مخې، دغه ښوونځی پر درې جریبه ځمکه په یوه پوړ کې جوړ شوی، چې اته درسي ټولګي، د غونډو تالار، یوه اداري خونه، کتابتون او د اوبو او برېښنا سیستم لري.
د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت ۶.۲ میلیونه افغانۍ شوی، چې پیسې یې خلکو ورکړې دي.
د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۳۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
د درسي ودانیو کمښت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې یوه جدي ستونزه ده.
په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو تر ډېره د دیني مدرسو پر جوړولو او پراختیا تمرکز کړی دی. خو په ځینو ولایتونو کې خلکو په خپله د ښوونځیو جوړولو ته مخه کړې ده.
