یونان: د ایجې په سمندرګي کې ۱۲ کډوال مړه شوي

د یونان چارواکو ویلي، نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) د ایجې له سمندرګي څخه د تېرېدو هڅې پر مهال ۱۲ کډوال مړه شوي دي، چې له دې ډلې شپږ کسان په هغه کښتۍ کې سپاره وو چې د پولیسو له یوې ګزمې کښتۍ سره ټکر شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د یونان د ساحلي ساتونکو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د لسبوس ټاپو ته نږدې د دې ټکر له امله شپږ کسان مړه شوي، چې یو ماشوم او څلور ښځې هم په کې شاملې دي.

هغه زیاته کړې، شپږ نور کسان، چې پنځه نارینه او یوه ښځه پکې شامل دي، په یوې کوچنۍ کښتۍ کې سپاره وو چې د ساموس ټاپو ته نږدې چپه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغې کښتۍ ۱۴ سپاره کسان ژغورل شوي، چې په هغوی کې یو کس هم شامل دی چې ګومان کېږي د دې سفر تنظیموونکی ایراني وګړی وي.

د یونان د ساحلي ساتونکو دغه چارواکي ویلي، د لسبوس ټاپو ته نږدې په پېښه کې «له کډوالو ډکه یوه چټکه کښتۍ د بندر د پولیسو د ګزمې کښتۍ له کیڼ اړخ سره ټکر شوې ده».

تر اوسه څرګنده نه ده چې وژل شوي او ژغورل شوي کسان د کومو هېوادونو وګړي دي.

د ایجې سمندرګی د هغو کډوالو لپاره یوه له ډېرو کارېدونکو لارو څخه ده چې له ترکیې حرکت کوي او غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي. تر اوسه ګڼ شمېر کسانو په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې هم د یونان د خیوس ټاپو ته نږدې لږ تر لږه ۱۵ کډوال وروسته له هغه مړه شول چې د دوی کښتۍ د ساحلي ساتونکو له یوې ګزمې کښتۍ سره ټکر شوه.

همدارنګه، د سپټمبر په میاشت کې د کرېت ټاپو ته نږدې د ګاودوس ټاپو په شاوخوا کې د کډوالو د یوې له خلکو ډکې کښتۍ له ډوبېدو وروسته یو کس مړ شو او ۲۵ نور ورک شول.

د یونان د کډوالۍ وزیر تانوس پلوریس، چې د کډوالۍ په برخه کې د سختو سیاستونو ملاتړ کوي، دولتي ټلوېزیوني شبکې «ای‌آر‌ټي نیوز» ته ویلي: «قاچاقبران کډوال له جدي خطر سره مخ کوي.»

هغه د ساحلي ساتونکو د کړنو ستاینه هم کړې او ویلي یې دي: «هغوی د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي او په ورته وخت کې زموږ له پولو هم ساتنه کوي.»

یونان د اتریش، ډنمارک، جرمني او هالنډ ترڅنګ د هغو پنځو اروپايي هېوادونو له ډلې دی چې په افریقا کې د کډوالو لپاره د ساتنې مرکزونو د جوړولو هڅې کوي. ټاکل شوې چې هغه کډوال دغو مرکزونو ته ولېږدول شي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.

خو دغه طرحه د اروپايي ټولنې د ټولو غړو له یو شان ملاتړ سره نه ده مخ شوې او په ځانګړې توګه فرانسې ورسره مخالفت کړی دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د شمېرو له مخې، د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د نړیوال خوندیتوب لپاره ۳۳۲ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.

دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله ۱۷ سلنه کمه شوې ده. د راپور له مخې، د دې کموالي یو لامل د اروپايي هېوادونو له لوري د کډوالۍ د سیاستونو سختول دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته