د یمن د حکومت پوځي سرچینو تایید کړې چې د دغه هېواد د تېلو لرونکې شبوه ولایت په یوه پوځي کمپ د حوثیانو په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ نور ټپیان دي.
دوو پوځي سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، حوثیانو د دوشنبې په ورځ د درېیو بالستیک توغندیو په وسیله د العلم پوځي کمپ په نښه کړی دی.
په دغه کمپ کې د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړي ځواکونه مېشت دي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ماجد النزیلي پر اېکس لیکلي چې «حوثي وسلهوالو شبوه د درېیو بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده».
هغه ویلي، په دې برید کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د غړو د روزنې یو مرکز په نښه شوی دی.
په شبوه کې د یمن د حکومت یوې پوځي سرچینې ویلي، پوځ اندېښنه لري چې دغه بریدونه ښايي د ځمکني برید لپاره زمینه برابره کړي؛ داسې برید چې «په مخا کې د پېښې په څېر» وي. په هغه پېښه کې حوثیانو د یمن د سره سمندرګي پر ساحل، د بابالمندب تنګي ته نږدې، د مخا ستراتیژیک بندري ښار نیولی و.
دغه سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، زیاته کړې چې حوثیانو د یکشنبې په ورځ هغه سړک تړلی چې د شبوه ولایت، چې د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د البیضا له ولایت سره نښلوي. البیضا د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی.
د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې دوی له دې لارې له تګ راتګ څخه منع شوي دي.
