د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې په هواري کې مرسته وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن ماښام (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د هرمز تنګي د کړکېچ له رامنځته کېدو مخکې وضعیت ته بېرته ستنېدل مهم دي.
لاوروف همداراز وویل، روسیه به له ایران سره سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي او روسي متخصصین د بوشهر اټومي برېښناکوټ ته د بېرته ستنېدو په حال کې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دې خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ او د روسیې ګډ نظر دا دی چې د سیمې ستونزې پوځي حللارې نه لري او باید د ډیپلوماسۍ او سیاسي لارو له لارې وڅېړل شي.»
هغه زیاته کړه: «په هرمز تنګي کې ناامني د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي تېري مستقیمه پایله ده او دا وضعیت لا هم په بېلابېلو بڼو دوام لري.»
دواړو لورو خپلې خبرې اترې ګټورې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ګډ ستراتیژیک تړون ته په بشپړ ډول ژمن دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن سهار له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره ایران ته په رسمي سفر ورسېد.
ټاکل شوې ده چې هغه له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره تر خبرو وروسته د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم وګوري او خبرې ورسره وکړي.
