ملګري ملتونه: د افغانستان بازارونه په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا څخه پر وارداتو متکي شوي دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستان سره د افغانستان په ختیځ او سوېل کې د مهمو سرحدي لارو د اوږدې مودې تړل کېدو، د سوداګرۍ دودیزې لارې ګډوډې کړې او په دغه هېواد کې یې د توکو د اکمال پخوانۍ شبکې بدلې کړې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دې ادارې په هغه راپور کې چې نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) خپور کړی، ویلي چې د افغانستان بازارونه اوس په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا څخه پر وارداتو متکي شوي دي، چې له امله یې د توکو د لېږد موده اوږدېږي او د ترانسپورټ لګښتونه لوړېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه بدلونونه، د سون‌توکو د بیو له لوړوالي، په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې له ناڅرګندتیا او پر وارداتي توکو له اتکا سره یوځای، لا هم د افغانستان پر بازارونو د بیو او د کورنیو د پېرلو پر وړتیا فشار واردوي.

پاکستان شاوخوا یو کال مخکې له طالبانو سره د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته له افغانستان سره خپلې ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې، چې ورپسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او راکړه ورکړه ودرېده.

اوس د افغانستان ډېری اړین توکي له ایران او ورپسې د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردېږي، چې د پاکستان له لارې د وارداتو په پرتله ډېر لګښت لري او په پایله کې یې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې د افغانستان د اقتصاد عمومي وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د کورنۍ تقاضا او د کډوالو د بېرته راستنېدو په ملاتړ د دغه هېواد اقتصاد د ښه کېدو پر لور روان دی، خو د نفوس چټکه وده د سړي سر عاید او د ژوند د معیارونو د پام وړ ښه کېدل محدودوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د کاري فرصتونو محدودوالی، کمزورې پانګونه او له کاري ځواک څخه د ښځو لرې ساتل، لا هم د کورنیو عاید او د افغانستان د اقتصاد عمومي ظرفیت محدودوي.

د راپور له مخې، پراخه بېوزلي، د معیشت ناامني او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د کورنیو د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا او د بازار د ناڅاپي بدلونونو د زغملو توان لا پسې کمزوری کوي.

انفلاسیون

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د عمومي انفلاسیون کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۸ سلنه وه.

د دې ادارې په وینا، په همدې موده کې د خوراکي توکو انفلاسیون اته سلنې او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۷.۷ سلنې ته رسېدلی و.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د خوراکي توکو، کورونو، روغتیا او ترانسپورټ د لګښتونو لوړوالی لا هم په افغانستان کې د کورنیو پر بودیجو دروند بار دی.

د سون‌توکو د بیو لوړوالی

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د ډیزلو د بیې لوړوالي ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ډیزلو بیه ۴.۷ سلنه لوړه شوې او په هر لېټر کې ۸۰.۳ افغانیو ته رسېدلې ده.

په راپور کې راغلي چې دا بیه د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه او د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ کچې ۱۹ سلنه لوړه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ډیزلو د بیې لوړوالي په افغانستان کې د ترانسپورټ او په بازارونو کې د فعالیتونو عملیاتي لګښتونه زیات کړي دي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری سون‌توکي له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي، خو د ایران د جګړې له پیل، د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو له لوړوالي وروسته، د افغانستان په بازارونو کې هم د سون‌توکو بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته