طالبانو په کونړ کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې پلورلې دي

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

د کونړ لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس، محمدشیرین حقاني، ویلي چې د دغو ډبرو د پلور مزایده پرون ماښام (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) د اسعداباد ښار د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو په بازار کې ترسره شوې ده.

حقاني ویلي چې په دې مزایده کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې په ټولیزه توګه د ۱۵۰ میلیونه او ۶۰۹ زره افغانیو په ارزښت پر کورنیو او چینايي سوداګرو پلورل شوې دي.

د هغه په وینا، د دې ټولې پیسې ۱۰ سلنه، چې ۱۵ میلیونه او ۶۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ کېږي، د دولتي عوایدو په توګه د طالبانو خزانې ته لېږدول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې پلورل شوې ډبرې «کونزایټ» او «تورمالین» یا بیروج دي، چې د دغه ولایت د مانوګي او چپې‌درې ولسوالیو له کانونو استخراجېږي.

د سرچینو د راپورونو له مخې، دا مهال د کونړ په مانوګي او چپې‌درې ولسوالیو کې په سلګونو کانونو کې د کونزایټ، تورمالین، بېریل، کوارټز، مورګانایټ او نورو قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو استخراج روان دی.

طالبانو د بیاځلي واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کانونو څخه د معدني سرچینو، په ګډون د سرو زرو او قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو، د استخراج او پلور بهیر چټک کړی دی. ویل کېږي چې طالبان د دغو معدني سرچینو د استخراج او پلور عواید، د ځايي بنسټونو پر پراختیا د پانګونې پر ځای، د خپلو پوځي او اداري لګښتونو د یوې برخې د پوره کولو لپاره کاروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته